ډير ژر به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول قطر ته ولاړ شي

ټاکل شوې، چې ډير ژر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول قطر ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله ویل شوي دي، چې تر څو له طالبانو سره د سولې د خبرو او مذاکرو په اړه له قطري چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي موسی زي ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر به په قطر کې له چارواکو سره هلته د طالبانو لپاره د یوه دفتر د پرانیستل کیدو په اړه هم خبرې وکړي.

طالبانو د جنورۍ په میاشت کې اعلان وکړ، چې په قطر کې د یوه دفتر د پرانیستلو نیت لري.