ولسمشر بشار الاسد:حکومت مې هرهغه اقدام ته چې تشدد پای ته ورسوي تیار دی

د سوریې ولسمشر بشار الاسد پرون د عربي ټولنې استازي کوفي عنان ته وویل، چې حکومت یې هر هغه صادقانه اقدام ته چې په سوریه کې تشدد پای ته ورسوي تیار دی.بشار الاسد پر تروریستانو تور ولګاوه، چې د روان بحران د حل لپاره لارې بندوي.

د سوریې دولتي خبري اژانسونه د بشار الاسد په حواله وايي، چې سیاسي ډیالوګ او مذاکرې د وسله والو تروریستي ډلو د فعالیت په صورت کې نه شي کامیابیدلای.

د ملګروملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان له بشارالاسد سره د خپلو خبرو اترو په اړه مطبوعاتو ته څه نه دي ویلي، خو د ملګروملتونو د سازمان یوه اعلامیه وايي، چې کوفي عنان د سوریې د حالاتو په اړه شدیده اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي، چې کوفي عنان په سوریه کې د روانو وژنو د بندیدلو، د بندیانو د خوشې کیدلو، د بشري مرستو د ادارو د فعالیت او د سیاسي مذاکرو د پیل لپاره وړاندیزونه کړي دي.

کوفي عنان وروسته له دې چې له بشارالاسد سره خبرې وکړي، د سوریې د اپوزیسیون له مشرانو، ځوانو بشري فعالینو او یو شمېر سوداګرو سره وکتل.

د ملګرو متلونو د سازمان پخوانی عمومي منشي به مخکې تردې چې له سوریې څخه قطر ته ولاړ شي، یو وار بیا د یکشنبې په ورځ له بشار الاسد سره خبرې وکړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لافاروف او د قطر صدرعظم شیخ حماد بن جسیم الثاني پرون اعلان وکړ، چې دوي پر پينځو ټکو موافقې ته رسیدلي دي، لافاروف ژورنالیستانو ته وویل:

"د خبرو په نتیجه کې پر پینځو مشترکو ټکو موافقې ته ورسیدو. اول باید تشدد بند شي او هغه که له هر لوري څخه وي، باید پای ته ورسیږي.

بل دا چې باید د څارنې یو بیطرفه او خپلواک میکانیزم رامنځ ته شي.

بهرنۍ مداخلې باید پای ته ورسیږي. ټولې سوریې ته باید له هر ډول ممانعت څخه پرته بشري مرستې ورسیږي او له سیاسي لارې د ستونزو د حل لپاره باید د کوفي حنان د هڅو ملاتړ وشي."


د سوریې اپوزیسون د کوفي حنان د وړاندیز پر اساس د بشار الاسد له رژیم سره خبرې رد کړې دي.