رپوټونه وايي، چې په روسیه کې د وروستیو انتخاباتو په ضد ګڼ شمېر اعتراض کونکي پرون د مسکو د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
پرون زرګونو کسانو د ډیموکراسۍ په پلوي او په روسیه کې د مارچ د میاشتې په څلورمه د جمهوري ریاست د انتخاباتو د غندلو لپاره لاریون وکړ.
د روسیې د جمهوري ریاست انتخابات ویلادیمیر پوتین وګټل او په نږدې راتلونکې کې به د لوړې مراسم پرځای کړي.
په روسیه کې د چپ اړخي حرکت مشر سرګي اودالتسوف هم د نیول شوېو کسانو په منځ کې دی. پر ده تور لګیدلی دی چې د پولیسو له خبرې یې سرغړونه کړې ده.
اعتراض کونکو د جمهوري ریاست د انتخاباتو د بیا ترسره کیدو ل له ویلادیمیر پوتین څخه یې د لرې غیدو غوښتنه کوله. په سیمه کې د پولیسو شدیده څارنه روانه وه او د روسیې د کورنیو چارو وزارت وویل، چې د لاریون لپاره په ځانګړې شوي سیمه کې لږ تر لږه دوه نیم زره پولیسو د نظم ټینګولو لپاره ټاکل شوي وو.
اودالتسوف د رویټر اژانس ته وویل، چې د روسیې اوسنی رهبران مشروعیت نه لري:
"موږ د روسیې اوسني چارواکې په رسمیت نه پيژنو. منتخب ولسمشر مشروعیت نه لري. موږ ته لازمه ده چې له دې موقف سره سم عمل وکړو. هر څومره ژر چې موږ دا هېواد له داسې چارواکو چې مشروعیت او قانونیت نه لري، په سوله ایزو او پریکنده اقداماتو خلاص کړو، د ټولو په ګټه ده."
پولیس اټکل کوي، چې په مسکو کې ښايي لږ تر لږه لس زره کسان د دې مظاهرې لپاره را غونډ شوي وو، خو د لاریون تنظیم کونکې وایي چې د ۲۵ او دیرشو زرو په شاوخوا کې خلکو برخه اخیستې وه چې په ډيسمبر او جنورۍ کې د ترسره شوېو مظاهرو په مقایسه ډيره ټیټه شمیره ده.