جاپان له افغانستان سره د یوسلو لس میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړه

جاپان له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې د یو سلو لسو میلیونو ډالرو مرستې اعلان وکړ.

ددې مرستې تړون، چې د بیارغونې په شپږو پروژو به لګول کیږي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال جاوید لودین او په کابل کې د جاپان د سفیر ترمنځ لاسلیک شو.

د ښاغلي لودین په وینا په دې مرستو سره د تیرو لسو کلونو په ترڅ کې له افغانستان سره د جاپان د مرستې کچه څلور میلیارده ډالرو ته رسیږي.