د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې یو شمېر کسانو نن له غرمې وروسته د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو له امله اعتراض وکړ.
له سیمې د آزادۍ راډیو خبریال وایي، چې په سیمه کې مظاهرې لا هم دوام لري.
د تګاب امنیه قومندان شاه اغا ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې ولسوالۍ د ابراهیم خیلو په سیمه د نړیوالو ځواکونو په ماښامني هوایي عملیاتو کې درې ملکيان مړه او دوه ټپیان شوي.
نړیوالو ځواکونو تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.