د امریکا ولسمشر د روسیې له منتخب ولسمشر سره د ټیلفون له لارې خبرې وکړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د روسیې له منتخب ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره د ټیلفون له لارې خبرې کړې دي.

دا ورسته له هغې چې د مارچ د څلورمې نیټې په انتخاباتو کې ویلادیمر پوتین د روسیې ولسمشر وټاکل شو؛ له نوموړي سره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما لومړنۍ خبرې دي.

د فرانسې خبري اژانس د جوش ایرنز له خولې ویلي، چې بارک اوباما د خپلې سپرلۍ له الوتکې څخه له ویلادیمیر پوتین سره غږیدلی دی.

تر اوسه د دې دواړو مشرانو د خبرو جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي وو، امریکا به دې ته له پام پرته چې څوک د روسیې ولسمشر دی له دې هیواد سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.