د کندهار د ولایتي شورا غړې مریم درانۍ د نړۍ د لسو زړورو ښځو په کتار کې راغله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې چې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن او د بارک اوبما میرمن میشل اوباما یې کوربتوب کاوه د لس تنه ښځو ته د نړۍ د زړورو ښځو جایزه ورکړه.

دا جایزې هر کال د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ورکول کېږي.

په کندهار کې د ولایتي شورا غړي مریم درانۍ چې په سیمه کې د ښځو لپاره یوه راډیو هم لري؛ یوه له دې لسو میرمنو څخه وه، چې دا جایزه یې تر لاسه کړه.

د پاکستان څخه شاد بیګم ته چې تل د ښځو په منځ کې د سیاسي فعالیتونو له کبله تهدید شوې؛ هم دا جایزه ورکړل شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن په دې مناسبت وویل، هغو ښځو چې دا جایزه یې تر لاسه کړه د ښځو او نجونو د ژوند د ښه والي لپاره یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې دي.