امریکا د روسیي نوی ټاکل شوی ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره همکاری ته تیار دی

د امریکا بهرنیو چارو وزیره وایي، هېواد یي د روسیي نوي منتخب ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره همکاری ته تیار دی.

هیلري کیلنتن دا خبره د پولنډ بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي سره له خبرو وروسته په واشنګټن کې وکړه.

هغې دا ومنله، چې د روسیي د جمهوري ریاست د روستیو انتخاباتو دروغوالي په اړه اندیښنې شته او په دې یي اندیښنه څرګنده کړه چې د مخالفینو یو شمېر مشران د یکشنبې له انتخاباتو وروسته د سوله ایزو مظاهرو په مهال نیول شوي دي، خو دا یي هم وویل چې دغو انتخاباتو یو څرګند بریالی کس درلوده او امریکا تیاره ده چې له پوتین سره همکاري وکړي.


د امریکا بهرنیو چارو وزیري هیلري کیلنتن وویل، چې له سیکورسکي سره یي په غونډه کې په بیله روس او اوکراین کې روان سیاسي زور زیاتی هم څیړلی.