د افغانستان په جنوب کې د یو ماین په چاودنه کې شپر بریتانوي سرتیري وژل شوي دي

د برتانیي دفاع وزارت وایي، د افغانستان په جنوب کې د یو ماین په چاودنه کې د دوي شپرعسکر وژل شوي دي.

بریتانوي چارواکي زیاتوي، چې د دغو عسکرو د سپرلي په زغروال موټر د تیرې سې شنبې په ورځ هغه مهال چاودنه وشوه چی دوي هلمند ولایت کې په ګزمې بوخت وو.

د بریتانیي صدراعظم وویل، چې له دغې مرګ ژوبلې ښکاري چې بریتانیه د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره څومره درنه بیه پري کوي او بریتانوي عسکرو په دې لاره کې څومره قرباني ورکړې.

څه باندې ۴۰۰ بریتانوي عسکر په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کی وژل شوي دي.

بریتانیه اوس مهال ۹۵۰۰ عسکر په افغانستان کې لري، ټاکل شوی بهرني محارب ځواکونه تر۲۰۱۴ کاله له افغانستان ووځي.