م.م.افغان حکومت دې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون تطبیق کړي

ملګروملتونو د افغانستان له حکومته وغوښتل، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په بشپړه توګه تطبیق کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یوې ویاندی نیلاب مبارز له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې اندیښنه څرګنده کړه، چې دا قانون تراوسه پورې په سمه توګه نه دې پلې شوې، چې له امله یي د ښځو په وړاندې تاوتریخوالې دوام لري.

په کابل کې د ملګروملتونو د دفتر له خوا په یوې اعلامیي کې د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې جورجیت ګینون وویل، تر هغو پورې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو لپاره په دې هېواد کې د معافیت کلتور حاکم وي، د افغان ښځو د حقونود خوندي توب په برخه کې د زیاتو پرمختګونه هیله نشي کیدای.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په قانون کې چې په ۲۰۰۹ کال کې نافذ شوی، د ماشومانو ودول، اجباري ودونه، د واده په بهانه د ښځو پیرودل او پلورل، د بدو ورکړه، ځان سوځولو ته اړایستل، وهل ټکول او جنسي تیری او یو شمېر نورمواردجرم ګڼل شوې او عامیلینو ته یي مشخصي سزاوې تعین شوی دی.