د ایران پارلماني ټاکنې
Your browser doesn’t support HTML5
د ایران د محافظه کاره نظام د پلویانو د ازمویلو په لړ کې داسې ښکاري چې بالاخره د ایران د ټولنې سنتي اړخ بریالی شوی دی.
د ایران د پارلمان لپاره د مارچ د دوهمې نېټې د انتخاباتو له لومړنیو نتیجو څخه څرګنده شوې، چې د ایران د مذهبي مشر ایات اله خامنه یي پلویانو د ۲۹۰ کسیز پارلمان ډیرې څوکۍ ګټلي دي.
دغه نتیجه به د ولسمشر محمود احمدي نژاد لپاره چې د قدرت پرسرله سترمذهبي مشر سره په مبارزه کې ښکیل و، د ماتې او د خامنه یي د قدرت د لا پیاوړي کیدو په مانا وي.
د تیرې جمعې د ورځې د انتخاباتو د رایو شمېرنه روانه ده، خو د پارلمان د ۱۹۰ څوکیو ګټونکې اعلان شوي دي.
د ګټونکو په ډله کې څو ښځې او خپلواکه کاندیدان شامل دي، خو اصلاح غوښتونکې په کې نه ښکاري. د اپوزیسیون د شنه غورځنګ ترمشرۍ لاندې اصلاح غوښتونکو دغه انتخابات تحریم کړي و.
په تهران او یو شمېر نورو سیمو کې به انتخابات د دوهم ځل لپاره ترسره شي ځکه په دې سیمو کې یو کاندید هم نه دی توانیدلی چې د بریالیتوب لپاره لازمې رایې خپلې کړي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار وویل، چې ۶۰ کاندیدان به په دوهم دور انتخاباتو کې له یو بل سره سیالۍ کوي، هغه د انتخاباتو د دوهم دور نیټه اعلان نه کړه.