په هرات کې د وسلوالو مخالفینو یوه دولس کسیزه ډله نن د سولې له بهیر سره یوځای شوه

د هرات امنیتي چارواکي وایي، چې د وسلوالو مخالفانو یوه دولس کسیزه وسلواله ډله نن د سولې له بهیر سره یو ځای شوه.

د هرات ولایت د امنیه قومندان جنرال سید اغا ثاقب وایی چې دغه وسلوال کسان د هرات په پشتون زرغون ولسوالۍ کې فعالیت کول.

د هرات مرستیال والي اصلي دین جامع دغو کسانو سره ژمنه وکړه، چې دویته به کاري زمینه برابروي.

له بلې خوا د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د دغو کسانو اړیکه یي له دي ډلې سره په کلکه ردوي او دا کار یي تبلیغات بولي.