د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، د امریکا له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند په اړه په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.
جمهور رئیس کرزي چې نن یې په کابل کې له خپل پولنډي سیال سره په یوه خبري کنفرانس کې وینا کوله، په دې اړه وویل:
(په وروستۍ اونې کې په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي، تیره ورځ مو بیا مذاکرات درلودل، ځینې پوښتنې مو لرلې، وضاحت مو وغوښته، خو افغانستان هڅه کوي چې دغه پرمختګ نور هم ډیر شي.)
ښاغلي حامد کرزي یو ځلې بیا د دې سند د لاسلیک کیدو لپاره د افغان دولت پر شرایطو ټینګار وکړ، چې د بګرام زندان به سپارل کیږي او د امریکايي ځواکونو د شپې عملیات به بندیږي.