پاکستاني طالبانو تایید کړې ده، چې مولوي فقير محمد له خپلې دندې ګوښه کړای شوی

پاکستاني طالبانو تایید کړې ده، چې د دې تحريک مرستیال مشر مولوي فقير محمد له خپلې دندې ګوښه کړای شوی.

مولوي فقير محمد په باجوړ ايجنسۍ کې د طالبانو مهم قومندان و.

باجوړ د پاکستان يوه له اوو قبايلي ايجنسيو ځنې ده چې د افغانستان له ختيځو ولايتونو سره پوله لري.

د پاکستاني طالبانو د وياند احسان الله احسان له قوله ويل شوي چې مولوي فقير محمد د يکشنبې د ورځې په غونډه کې، چې د طالبانو د مشرحکېم الله مسود، په مشرۍ جوړه شوې وه، د طالبانو د تحريک له مرستيالۍ لېري شو خو د يوه عادي غړي په توګه به کار ته دوام ورکولي شي.

تراوسه پوري د فقير محمد د لېري کېدو دليل نه دی څرګند شوی او نه هم د ده پر ځای بل څوک ټاکل شوی دی.