يوه ځانوژونکي پرون په بګرام کې د امريکايي پوځيانو اډې ته نژدې د دوه ملکیانو ژوند واخیست

يوه ځانوژونکې پرون په بګرام کې د امريکايي پوځيانو اډې ته نژدې په حمله کې لږ تر لږه دوه ملکېان ووژل او څلور نور ژوبل کړل.

ناټو وايي، چې په دې حمله کې د دوي ځواکونو ته هيڅ راز زيان نه دی اوښتي.

طالبانو د دې حملې مسووليت په غاړه اخيستي او ادعا يې کړې چې دوولس امريکايي پوځيان يې وژلي دي.

خو د طالبانو ادعا نه ناټو او نه هم افغان چارواکې تاييدوي.

له بلې خوا پرون په جلال اباد کې د پوليسو د تلاشۍ پر يوه پوسته په يوه ځانوژونکې حمله کې يو ملکې وګړی ووژل شو او يوولس نور ژوبل شول.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په دې بريد کې پوليسو ته زيان نه دی اوښتي.