د افغانستان مشهور او وتلی سندرغاړی ظاهر هوېدا پرون سهار د کب په ۱۵مه ومړ

د افغانستان مشهور سندرغاړی ظاهر هويدا پرون سهار(دوشنبې حوت ۱۵) د اووه شپېته کلونو په عمر وفات شو.

دی په ۱۹۸۹ ميلادي کال کې له هېواده مهاجر شو، دوه کاله يې په هند کې تېر کړل، خو په ۱۹۹۱ کې جرمني ته لاړ. ده د مرګ تر ورځې د ژوند پاتې وخت په هامبورګ کې تېر کړ.