پاکستان لنډ واټن ویشتونکي اټمي او عادي سرګلوله وړونکې توغندي وازمویل

پاکستاني پوځ ويلي، دوی د لنډ واټن ويشتونکي يو داسې توغندی په برياليتوب ازمويلی، چې کولای شي اټمي او معمولي سرګولولې انتقال کړي.

پوځ ويلي دي، د هاتف دوه په نوم دا توغندي د دوشنبې په ورځ د ستراتيژيکو توغنديو د ډلې له خوا په يو ناڅرګند ځای کې ازمويل شوي دي.

د پوځ وياند اطهر عباس ويلي، دا توغندي تر ۱۸۰ کليومتره واټن پورې اټمې او عادي وسلې ليږدولي شي.