پاکستان یو ستراتیژک توغندی وازمویل

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستاني پوځ ويلي، دوی د لنډ واټن ويشتونکي يو داسې توغندی په برياليتوب ازمويلی، چې کولای شي اټمي او معمولي سرګولولې انتقال کړي. پوځ ويلي دي، د هاتف دوه په نوم دا توغندي د دوشنبې په ورځ د ستراتيژيکو توغنديو د ډلې له خوا په يو ناڅرګند ځای کې ازمويل شوي دي. د پوځ وياند اطهر عباس ويلي، دا توغندي تر ۱۸۰ کليومتره واټن پورې اټمې او عادي وسلې ليږدولي شي.