افغان چارواکو د بلوڅو د کمپونو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې رد کړې

افغان چارواکو په هیواد کې د بلوڅو بیلتون پالو د کمپونو د موجودیت په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې.

رحمن ملک رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې د بلوڅو بیلتون پالو د روزنې کمپونه موجود وو، خو کله، چې دوی دا مساله له افغان ولسمشر سره مطرح کړه، نو دا کمپونه وتړل شول.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د رحمن ملک دا څرګندونې بې بنسټه وبللې.

د افغانستان جمهوري ریاست لا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې، چې ایا په رښتیا هم پاکستاني چارواکو له ولسمشر کرزي سره دا مساله مطرح کړې وه او که نه؟