د کانګو په مرکز برازاویل کې د وسلو په ډیپوګانو کې چاودنې ۲۰۰ تنه وژلي دي

د کانګو جمهوریت په مرکز ″برازاویل″ کې د مهماتو په ډیپوګانو کې چاودنو لږترلږه ۲۰۶ کسان وژلي دي. چارواکو ویلي، چې په سیمه کې ډیرې ودانۍ نړیدلي، چې د دې ویره شته، چې د مړیو شمېر به له دې هم زیات وي.

د کانګو د جمهوري ریاست دفتر وایي، چې د برازاویل په شمالي برخه کې ډیرخلک د یوې نړیدلې کلیسا تر خاورو خښتولاندې شوي او په سیمه کې نورې ودانۍ او کورونه هم له خاورو سره یو شوي دي.

د مهماتو دغه ډیپوګانې د جمهور رییس شخصي استوګن ځای ته نژدې وې خو د چاودونو په مهال جمهوریس په خپل کورکې نه و.

د سلګونو کسانو د ټپي کیدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.