د ایران بشري حقونو یو مدافع وکیل له کارکولو منع او په ۱۸ کالو بند محکوم شو

د ایران د بشري حقونو مدافع وکیل عبدالفتاح سلطاني په اتلسو کالو بند محکوم شوی. د اخبره د سلطاني میرمن معصومه دهقان ازادي راډیو ته وکړه.

هغې وویل، چې میړه یې دغه راز د شلو کالو لپاره د مدافع وکیل په توګه له کارکولو منع شوی او زیاته یې کړه؛ چې هغه به د دې فیصلې پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.

″سلطاني په محکمه کې له ځان څخه دفاع ونه کړه، ځکه هغه وایي، چې دغه محکمه د دې صلاحیت نه لري. محکمې د لګول شویو تورونو په اساس دغه حکم صادر کړی.

د قانون له مخې دی کولای شي، چې په شلو ورځو کې د دغه حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي. مدافع وکیلان به خپله دفاعیه برابره کړي، له سلطاني سره به د لیدو غوښتنه وکړي او وروسته به په مرافع محکمه کې له هغه دفاع وکړي.″

سلطاني چې د نوبل د سولې جایزې له ګټونکې شیرین عبادي سره یې په ګډه د بشري حقونو د مدافع وکیلانو مرکز تاسیس کړی، د لګول شویو دولت ضد تبلیغاتو او ملي امنیت ته د ګواښ د تورونو په اساس محکوم شوی دی.