چېن په سوریه کې په ښکیلو غاړو غږ کړی، چې له شرایطو پرته روان تشدد بند کړي

د چېن د بهرنیو چارو وزارت نن د سوریې د حالاتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده، چې شپږ مادې لري او په سوریه کې په ښکیلو غاړو یې غږ کړی دی چې له هر ډول شرایطو پرته روان تشدد بند کړي.

د سوریې د حالاتو په اړه د چېن د بهرنیو چارو د وزارت په دې اعلامیه کې پر شپږو ټکو ټینګار شوی دی.

چېن د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا سوریې ته د مرستې رسولو د ماموریت ملاتړ کړی دی، خو د بشري خدمتونو تر نوم لاندې یې د سورېې په کورنیو چارو کې له هر ډول مداخلې سره خپل جدي مخالفت اعلان کړی دی.

په سوریه کې د چېن پخواني سفیر (لي هوازین) د چېن د بهرنیو چارو د وزارت د دې اعلامیې په اړه وویل:

(زما په باور په دې وړاندیز کې هر ډول منطقي نظریات را غونډ شوي دي.

دا نه یوازې زموږ بې طرفي څرګندوي، بلکه زموږ دريځ هم څرګندوي.

دا ثابتوي چې موږ د بل چا د نظریاتو ښکار نه یو او نه هم د سوریې له حالاتو سره په معامله کې د نورو لوریو لپاره سپر یو.

د شپږو مادو لرونکې وړاندیز ډیر عملي او پروګرام دی. )

د چېن د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه چې نن خپره شوې ده همدا راز له نړېوالو غوښتنه کوي، چې د سوریې خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړی.