روسیه:په ټاکنو کې خلک په دې باور دي چې ویلادیمیر پوتین به یې وګټي

په روسیه کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره رايي ګیري پيل شوې ده او ګڼ شمېر خلک په دې باور دي چې صدراعظم ویلادیمیر پوتین به یې وګټي.

په روسیه کې له وروستیو اعتراضي مظاهرو سره سره، د انتخاباتو د ګټلو په صورت کې به دا دریم وار وي چې ویلادیمیر پوتین کرملین ته لاره پيدا کوي.

د ویلادیمیر پوتین په وړاندې څلور نور کاندیدان دجمهوري ریاست لپاره دریدلي دي.

د انتخاباتو پروسه د روسیې د لري ختیځ په سیمو کې د رايې ورکولو په مرکزونو کې پيل شوه.

د چوکوتکا او کمچاکا د سیمې خلکو د سهار په اتو بجو د راییو مرکزونو ته نوبت نیولی وو څو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د سرګې په نوم یوه تن په مسکو کې د رایېو په یوه مرکز کې د رویټرز اژانس ته وویل:

(بل به چاته راییه ورکوو ؟ ایا بل څوک هم شته ؟ ویلادیمیر ولادیمیروویچ... نور به چاته راییه ورکوم. )

ټاکل شوې، چې په ټوله روسیه کې د سهار له اتو بجو څخه د رایو مرکزونه د ماخوستن تر اتو بجو پورې پرانیستي وې.

ویل کیږي، چې تقریبا یوسل او لس میلیونه خلک په روسیه کې د راییو ورکولو په قانوني شرایطو برابر دي او په ۹۱ زره مرکزونو کې به رایې ورکوي.

د روسيي مطبوعاتو په حواله، لږ تر لږه ۶۸۵ تنه معتبر څارونکې به د انتخاباتي مرکزونو د څارنې چارې پر مخ بیايي.

د دې څارونکو له ډلې لږترلږه ۲۱۹ تنه د اروپا د امنیت اوهمکارۍ د سازمان له خوا ګومارل شوي دي. په ټولو انتخاباتي مرکزونو کې ویډيويي کمرې لګول شوي دي.

د روسیې د ارتباطاتو وزیر ویلي چې د دې هیواد په ختیځ کې د راییو د مرکزونو له پرانیستل کیدو څخه یو ساعت وروسته د کمرو له لارې ثبت شوي رپوټونه څرګندوي چې لږترلږه یوملیون کسان د راییو دې مرکزونو ته تللي دي.