پاکستان: له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به له افغان حکومت سره رښتینې همکاري وکړو

پاکستان وایي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به د افغانستان له حکومت څخه رښتینې همکاري ونه سپموي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط د مشال راډیوته وویل، د افغان طالبانو ډلو د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په وروستي وړاندیز چې له هغوی یې غوښتي له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې برخه واخلي، غورکوي.

هغه وویل، پاکستان هیله من دی چې طالبان د سولې خبرو ته غاړه کښیږدي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان حاظر دی چې هغو طالب مشرانو ته د سولې په خبروکې د ګډون زمینه برابره کړي چې په وروسیتو کې په دې هیواد کی نیول شوي، عبدالباسط وویل، پاکستان به د سولې په بهیر کې هیڅ ډول خنډ رامنځ ته نکړي.