ایران: د تېرې ورځې په ټاکنو کې شاوخوا ۶۵ مستحقو کسانو خپلې رایې کارولي دي

د ایران خبري رسنۍ وایي، چې د تیرې ورځې په پارلماني انتخاباتو کې د ۴۸ میلیونه مستحقو رایې ورکونکو په سلو کې شاوخوا ۶۵ کسانو خپلې رایې کارولي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار دولتی ټلویزیون ته وویل چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په اړه دا ابتدایي ارقام ندي نه نهایي.
هغه وویل، تراوسه ۱۳۵ کاندیدانو د ۲۹۰ کسیز پارلمان څوکۍ خپلې کړي او د نورو لویو انتخاباتي حوزو نتیجې به د د وشنبې په ورځ اعلان شي.