د ملي ایتلاف ګوند د قران پاک د سوځنې په اړه د یان کوبش د څرګندونو هرکلی وکړ

د افغانستان ملي ایتلاف د دې هیواد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د هغو څرګندونو هرکلی وکړ، چې ویلي یې دي، قران مجید ته سپکاوي کوونکي دې په دې هیواد کې وپیژندل شي او څېړنې دې ځنې وشي.

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ دې ایتلاف په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو دا غوښتنه چې په افغانستان کې دي نور د دیني مقدساتو د سپکاوي مخه ونیول شي، د افغانانو غوښتنه بللې ده.

خو راپورونه وايي، په افغانستان کي په تیروتنه د قران کریم د نسخو په سوزولو کي پنځه امریکايي سرتیري ښکیل وه، چې امریکايي چارواکي وايي سزا به ورکړل سي.