د افغان او نړېوالو ځواکونو په ګډو پوځي عملیاتو کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي دي

د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د دولت شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه درې پوځي عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار او بادغیس ولایتونو کې شوي، چې څلور تنه نور وسله وال مخالفین په کې ژوندي نیول شوي دي.

دغه وزارت د لغمان ولایت د بادپخ په ولسوالۍ کې د هغو دوو کسانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی، چې غوښتل یې ماین ښخ کړي او د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

بل خوا د کندهار چارواکي وايي، چې ایساف ځواکونو په دې ولایت کې د ماین ښخوونکو یوه ډله ویشتلې ده.

د دې ولایت د رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې وايي، دغو کسانو تیره شپه غوښتل په خاکریز ولسوالۍ کې پر لویه لاره ماین ښخ کړي، چې یو یې د ایساف په حمله کې وژل شوی او درې نور یې افغان ځواکونو نیولي دي.