پنځه امریکايي عسکر په بګرام کې د قران پاک د نسخو د سوځولو په پېښه کې ښکېل ګڼل شوي

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې په افغانستان کې په تیروتنه د قران پاک د نسخو په سوزولو کې ظاهرا پنځه امریکايي سرتیري ښکیل وو.

ورځپاڼه د امریکا د پوځي چارواکو له خولې وايي، د دوی څېړنې ښيي چې سرتیرو د قران پاک نسخې د باګرام له هوايي ډګر څخه ترلاسه کړې وې او فکر یې کاوه چې دا د تندلارو د لیکونو څخه دي.

یو امریکايي چارواکي د واشینګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي له دې سرتیرو سره به جدي چلن وشي او دوی به خپلې پوځې رتبې له لاسه ورکړي. خو ددې چارواکي په وینا ددې کسانو محاکمه به علني نه وي.

په بګرام کې د قران پاک د سوزیدلو نسخو له موندل کیدو وروسته د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې وشوې، چې په کې تر څلوېښتو پورې کسان ووژل شول.

همدا راز دې پېښې په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو ترمنځ اړیکې هم د څه وخت لپاره سختې زیانمنې کړې وې.