د افغانستان لپاره د اوباما ستراتیژي بریالی ده

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان پر حالاتو په یوه مقاله کې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د جمهور رییس بارک اوباما ستراتیژي چې افغانستان ته د زیاتو عسکرو استول او د افغان ځواکونو د روزنې د پروګرامونو پراختیا په کې شاملیږي، تر هغه چې ګومان کیده زیاته بریالۍ ده.

په جنوب کې چې د طالبانوله اصلي ځالې بلل کیده، وسله وال له خپلو پناه ځایونو او د وسلو له ذخیرو څخه محروم شول. په دې سیمه کې په تیر یوه کال کې د تشدد اندازه یو په دری را کمه شوې ده.

لږترلږه درې لکه افغان پولیس او عسکر په ټول هیواد کې په دندو پيل ګورمال شوي دي.

د امریکا د پوځ تر نیمايي زیاته برخه له افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې برخه لري.

ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې په تیرو څو کلونوکې د افغانستان د شمال او غرب په زیاتو سیمو کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی او د مرستې رسونې ادارو ته یې د کار کولو زمینه تنګه کړې ده، خو بیا هم د تشدد اندازه د ختیځ په تناسب زیات نه وو.

واشنګټن پوسټ لیکي، په افغانستان کې پرمختګونه نازک او پيچلي دي او دا ډيره مهمه ده، چې امریکايي ځواکونه به څرنګه دا لوبه پای ته رسوي.

واشنګټن پوست لیکي، چې د امریکايي ځواکونو لپاره دا ممکنه نه ده، چې د عراق په څير په عجله له افغانستان څخه ووځي.

د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د امنیت په برخه کې د ټینګې همکارۍ د فضا نه موجودیت به ښايي خطرناک نتایج ولري.

واشنګټن پوسټ لیکي، دا خطر شته چې افغانستان به یو وار بیا د هغو سخت دریځو په ځاله بدل شي؛ چې پر هند او امریکا حملې کوي او د اټمي قدرت لرونکی پاکستان بې ثباته کولای شي.

ایکونومیسټ:

د ایکونومیسټ خپرونه لیکي، د قران مجید په شمول د یو شمېر دیني کتابونو د سوځول کیدو پيښه یوه اونۍ مخکې د بګرام په هوايي پوځي اډه کې شوې وه؛ خو په ټول افغانستان کې یې د خلکو مظاهرې وپارولې او عواقب یې لا دوام لري.

د ایکونومیست په لیکنه، د کورنیوچارو په وزارت کې د دوو مشاورینو تر وژل کیدو وروسته، د افغانستان له دولتي ادارو د سل هاوو بهرنیو سلاکارانو وتل د دې پيښې له جدي عواقبو وو.

د خپرونې په وینا، د داسې پيښو تکرار به ډير شدید امنیتي محدودیتونه او قیودات پيدا کړي؛ ځکه دې مسالې دواړوو لورو ته بې باوري زیاته کړې ده.

له باور څخه پرته به هغه ټول پلانونه چې د امنیتي مسولیتونو د انتقال او د همکاریو د لا پراختیا په هدف په ډير احتیاط جوړ شوي دي، وشړیږي.

دورځپاڼې په لیکنه، د باور بیا پيدا کول وخت او حوصله غواړي، خو په کابل کې زیات کسان په دې ویره کې دي چې ښايي نور د باور رامنځ ته کولو لپاره نه زیات وخت پاتې وي او نه هم زیاته حوصله.