د روسیې صدراعظم ویلادیمیر پوتین وايي وروستیو مظاهرو له ده څخه لا ټینګ کاندید جوړ کړ

د روسیې صدراعظم ویلادیمیر پوتین وايي، چې د یک شنبې په ورځ به د جمهوري ریاست انتخابات وګټي او د هغه د واک د دوام پر ضد وروستیو مظاهرو له هغه څخه لا ټینګ کاندید جوړ کړ.

پوتین د بهرنیو اژانسونو له خبریالانو سره پرون په مسکو کې د لیدوپر مهال وویل، چې د ډسمبر د میاشتې په پارلماني انتخاباتو کې د درغلیو د رپوټونو په ضد مظاهرې د روسیې لپاره یوه ډیره ښه تجربه وه او دې ته يې اړ کړ چې د خلکو د توقعاتو او انګیرنو په وړاندې لا زیات فعالیت وکړي.

پوتین د دې انتخاباتو د بیا ترسره کیدو لپاره د اپوزیسیون غوښته یو وار بیا رد کړه. په دې انتخاباتو کې د پوتین ګوند په دوما یا د استازو مجلس کې د اکثریت په ساتلو بریالی شو.