د روسیې صدراعظم ویلادیمیر پوتین د سوریې د ولسمشر پرسر پر نړېوالې ټولنې نیوکې کړي

د روسیې صدراعظم ویلادیمیر پوتین پر نړیوالې ټولنې چې د دې لپاره تازه انتقادونه کړي، چې د بشار الاسد د رژیم په ضد د مخالفینو ملاتړ کوي.

پوتین پرون د لویدیځو خبري اژانسونو له یوشمېر استازو سره د خبرو پرمهال وویل، چې په سوریه کې له اپوزیسیون څخه د غربي هیوادونو ملاتړ هلته جګړې او ناکرارۍ زیاتې کړي دي.

صدراعظم پوتین ټینګار وکړ، چې د روسیې موقف دا دی چې د سوریې حکومت او مخالفین باید دواړه د جګړې د پاي ته رسولو، د مذاکرو د پیل او د یوې موافقې لپاره ګامونه پورته کړي.

د روسیې صدراعظم دا خبره رد کړه چې حکومت یې د سوریې له رژیم سره خاص روابط لري او یو وار بیا یې د سوریې د حالاتو په اړه د امنیت د شورا د پریکړه لیک د ویتو کولو لپاره د روسیې او چین د پریکړې دفاع وکړه.