″سوریه دې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګي مشرته دې هېواد ته د تلو اجازه وکړي″

د ملګروملتونو امنیت شورا د سوریې له حکومت څخه غوښتنه کړې؛ چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د برخې مشر والیري اموس ته سوریې ته د تلو سمدستي او له خنډ پرته اجازه ورکړي.

د امنیت شورا پنځلسو غړو په خپل پرېکړه لیک کې چې په یوه خوله تصویب شو، همداراز ویلي دي چې په سوریه کې، په چټکې سره د وضعیت د خرابېدو له وجې خواشینې دي.

د سوریې په اړه د امنیت شورا مخکیني پرېکړه لیکونه د روسیې او چین له خوا په دې پلمه ویتو شول چې ښايي هلته به هم د لیبیا په څېر د رژیم د بدلون باعث شي.

په همدې حال کې مخالف وسله وال چې په حمص کې د حکومت پرضد جګړه کوي وايي، له بابا امر ولسوالۍ څخه چې له نژدې یوې میاشتې راهیسې د دولتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې په شا شوي.

د یوه بل خبر له مخې د سره صلیب نړیواله اداره وايي چې د دوی او د سوریې د سرې میاشتې د ټولنې کارکوونکو ته د جمعې په ورځ باباامر ولسوالۍ ته د تلو او اړو خلکو ته د خوړو او درملو د وېشلو اجازه ورکړل شوې ده.