سارکوزي: په سوریه کې بند باتې شوي ژورنالیستان روغ رمټ لبنان ته ورسېدل

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي پرون اعلان وکړ، چې هغه دوه ژورنالیستان چې په سوریه کې بند پاتې و، اوس روغ رمټ لبنان ته رسېدلې دي.

″اېدېټ بوویر او ویلیام ډانیلس″ له یوې میاشتې راهیسې چې د حمص د بابا امر ولسوالۍ کلابندي پیل شوه هلته بند پاتې وو. بوویر تېره اونۍ پردې سیمه د دولتي ځواکونو په بمبارۍ کې چې په نتیجه کې یې دوه لویدیځ ژورنالیستان ووژل شول، ټپي شو.