د امریکا او د ډیموکراسي پلوو فعالانو ډله د مصر د محکمې له پرېکړې وروسته له دې هېواده ووته

د امریکا او د ډیموکراسي پلوو فعالانو یوه ډله پرون وروسته له هغه د امریکا په یوه حکومتي الوتکه کې له مصر څخه ووته چې محکمې پر دوی د سفر لګول شوی بندیز لیرې کړ.

د مصر د رسمي خبري آژانس مینا د راپور له مخې پنځلس بهرنیان، چې ډېره برخه یې امریکایان وو، له دې هېواده ووتل.

د امریکا د بهرنیو چارووزارت ویاندې ″ویکټوریا نولانډ″ وویل، په نورو بهرنیانو کې د سربیا، ناروې، جرمني او د فلسطیني قلمرو اتباع شامل دي.

مېرمن نولانډ زیاته کړه، چې په مصر کې د مدني ټولنې د فعالانو د تعقیب په برخه کې د واشنګټن اندېښنه لاپرځای پاتې ده:

″زموږ د اتباعو وتل حقوقي مسالې او د غیر حکومتي ټولنو په برخه کې سترې ستونزې نه دي حل کړي. په مصر کې د غیرحکومتي ټولنو د تعقیب او د حقوقي بهیر د نتایجو په اړه زموږ ژورې اندېښنې پرځای پاتې دي.″

په تېره ډسمبر میاشت کې د مصر امنیتي ځواکونو د لسو ډیموکراسي پلوو غیرحکومتي ادارو او د بشري حقونو د ټولنو پر دفترونو حمله وکړه، د هغو کارکوونکي یې په دې تور ونیول چې غیرقانوني پیسې ترلاسه کوي او د پوځي واکمنو پرضد اعتراضونه تمویلوي.