د اروبايي ټولنې د مشر ″هرمان وان رامپوي″ د کار موده د یوې بلې دورې لپاره تایید شوه

د اروپايي ټولنې مشرانو د اروپايي شورا د مشر په توګه د ″هرمان وان رامپوي″ د کار موده پرون د یوې بلې دورې لپاره تایید کړه.

وان رامپوي چې پخوا د بلجیم صدراعظم و، د ۲۰۰۹ کال په ډسمبر کې کله چې د اروپايي شورا د مشر په توګه ټاکل کېده ډېر لږ پېژندل شوی و او د یوه بېخونده سیاسي شخصیت په توګه پېژندل کېده خو په یورو زون کې د بحران له پیلیېدو وروسته په مالي او اقتصادي چارو کې تجربې ده، ته یو ښه شخصیت ورپه برخه کړ.

د دوهمې دورې له ټاکل کېدو سره به وان رمپوي د ۲۰۱۴ کال ترپایه د اروپايي شورا د مشر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي؛ خو د دریمې دورې لپاره نه شي ټاکل کېدای.