زرګونو تنو نن د قرغیزستان په اوش کې د اپوزیسیون په مظاهره کې ګډون وکړ

زرګونو تنو نن د قرغیزستان په اوش ښار کې، د ښاروالۍ تر انتخاباتو مخکې، د اپوزیسیون په مظاهره کې ګډون وکړ.

اوش، چې ازبک اقلیت په کې اوسيږي، د ۲۰۱۰ کال په جون کې د ازبکانو او قرغیزیانو ترمنځ د قومي شخړې مرکز و.

د ۲۰۱۰ کال په شخړو کې ۴۵۰ تنه ووژل شول او په زرګونو کورونه او دوکانونه ویجاړ شول.

د ازادۍ راډیو د خبریال له راپور سره سم د نن ورځې په مظاهرې کې تر لس زره زیاتو خلکو برخه لرله.

دوي د اوش ښار د اوسني ښاروال په ګټه شعارونه ورکول او پر ولسمشرې المازبېک اتامبایف یې انتقادونه کول.