د هرات د ګمرک مامورینو یوه مافیایي شبکه کشف او څو تنه يي ونیول شول

د هرات د ګمرک مامورین د یوې مافیایي شبکې د کشف او څو تنو نیولو خبر ور کوي.

دغه کسان د یوې شخصې امنیتي کمپنۍ په ترکیب کې له ترکمنستان سرحد بیا په افغانستان کې د تېلو د ټانګرونو دلېږد مسولیت لاره.

د هرات د ګمرک ریس احسان الله کامه وال، وایي چې ډیر لوړ پوړي دولتي مامورین او ایساف کې افغان ژباړونکی لاس ورسره ولري.

د هرات ښار د دولسمې حوزی یو افسر د نوم نه خپرولو په شرط د ګمرک په مامورنیو تور لګاوه چه په مناسب وخت یې پولیس په جریان کې ندي اچولی کوم څه چه د ده په خبرو د غیر مسوله وسله والو د تېښتې لامل شوه.