"په افغانستان کې د قران پاک د نسخو د سوزولو په اړه ګډې څیړنې نژدې تمامې شوي"

لویدیځ چارواکي وايي، په افغانستان کې د قران پاک د نسخو د سوزولو په اړه چې په دې هېواد کې یې خونړۍ مظاهرې راپورته کړې ګډې څیړنې نژدې تمامې شوې او نتیجې به یې په څو ورځو کې اعلان شي.

یو لویدیځ حقوقي چارواکي چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ له سوله ساتو ځواکونو سره کار کوي پرون وویل دا ګډې څیړنې به د هغو شرایطو په اړه یوه هر اړخیزه نتیجه وړاندې کړي چې له مخې یې د قران پاک نسخې او ځینې نور دینې کتابونه له هغو نورو اسنادو سره یوځای شوي چې باید د بګرام په اډه کې سوزول شوي وی .

هغو لویدیځو چارواکو چې په دې اړه یې څرګندونې کړي ویلي دا چې څیړنې یې تر اوسه روانې دي نو نه غواړي نومونه یې یاد شي .

د دوی په وینا د څیړنو لومړنۍ نتیجې ښايي د همدې اونۍ ترپای اعلان شي .