کوفي عنان:بشارلاسد دې په سوریه کې د ویني تویدو د مخنیوي په پروسه کې برخه واخلي

د سوریی لپاره د ملګروملتونو او عربي اتحادیی استازی کوفي عنان وایي، دی د سوریي له ولسمشر بشارلاسد څخه غواړي، چې په هغې پروسه کې برخه واخلي چې هدف یي په سوریه کې د ویني تویدو مخنیوی دی.

عنان چې پخوا یي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه دنده ترسره کړې وویل، دی یو ډیر سخت ماموریت چې هدف یي په سوریه کې د یولس میاشتنې پاڅون او د حکومت د ځپنې چې د ملګروملتونو په وینا له اوزرو څخه زیات کسان وژل شوی، پای ته رسول دی، په مخکې لري:

( دا یوډیرستونزمن ماموریت دی. د ایو سخت چیلنج دی. لکه څنګه چی د ملګروملتونو عمومي منشي یي یادونه کړی لومړنی کار چې باید ترسره یی کړو دا دی چی له ټولو ممکنه لارو په استفادې باید تشدد او وژنې پای ته ورسوو او د بشري مرستو د رسولو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړو.

دا ډاډهم بایدحاصل کړو، چې اړینو خلکو ته مرستې رسیږي، د سوریي له خلکو سره به د یوی سوله ییزې حل لارې په برخه کې چې د خلکو هیلي منعکسوي او هم به ښایي په هېواد کې د ثبات د ټینګیدو امکان برابر کړی، ګډ کار وکړو.)

د سوریی حکومت ژمنه کړی چی د حمص له ښاره به د یوه نوي خاص غونډ په مرسته چی مشر یی د اسد کشری ورور ټاکل شوی، یاغیان د بابا عمرله قوی سنګرونو څخه لیری کوی.