یوه افغان د ۵۷ هیوادونو د قران کریم د تلاوت په سیالۍ کې لومړی مقام ګټلی

د نړۍ د ۵۷ هیوادونو د قران کریم د حسن تلاوت په سیالیو کې افغان ځوان لومړی مقام ګټلی. دغه قاري، د چهارشنبې په ورځ د پوهنې وزارت له خوا د نوموړي د ستایني لپاره یوه غونډه هم جوړه شوې وه او نوموړی یې وستایه.
دا ۱۹ کلن ځوان قاري احمد ارشاد مموزی دی، چې د نړۍ د ۵۷ هیوادونو د قران کریم د حسن تلاوت په سیالیو کې یې افغانستان ته لومړی مقام ګټلی دی.

د قران مجید دغه سیالۍ دوې اونۍ مخکې د پاکستان په کراچې ښار کې پيل شوې وې، چې افغانستان لومړی، پاکستان دوهم او بریتانیې دریم مقام په کې ګټلی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت د ښاغلي مموزي د ستایلو لپاره د چهار شنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه او هغه یې وستایه.

ښاغلي مموزي د قران کریم په برخه کې لومړۍ زده کړي په پاکستان کې کړي او بیا ورته په افغانستان کې د نامتو قاري برکت الله سلیم له خوا روزنه ورکړل شوې ده.

“په لومړي سر کې مې د پاکستان په کراچی ښار کې زده کړي پیل کړې، د قران کریم ناظره مې بشپړه کړه او همدارنګه د قران مجید ۱۷ جزه مې په لس کلنۍ کې د مولانا فیض الرحمان مدني، چې د افغانستان د تخار دی په کراچې کې مې د هغه تر څارلاندې زده کړه او بیا راغلم افغانستان ته د قاري برکت الله سلیم چې زما استاد دی، قرایت او تجوید او پاته حفظ مې له ده سره شروع کړ او نن انشا الله ټولني ته د خدمت کولو وړ سوم.”

د پوهنې وزارت چارواکو په یاده غونډه کې وویل، چې د اسلامي زده کړو لپاره یې په هیواد کې هڅې تر پخوا ډیر کړي.

د دې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال دوکتور شفیق صمیم وايي، چې اوس مهال په هیواد کې دوه لکه کسان اسلامي او دیني زده کړي کوي.

″اوس ډېر لوی تقدم او لوی پرمختګ راغلی دی، هغه دا چې پخوا ټول هېواد کې ۲۲۲ مدرسې وې، چې ځینې فعالې او ځینې غیر فعالې وې. الحمدالله نن په افغانستان کې موږ اته سوه مدرسې، دارالعلومونه او دارالحفاظونه لرو، چې په هغه کې زموږ شاوخوا دوه لکه شاګردان درسو وايي او سږکال به نور هم دغه شمېره زیاتیږي.

بله مهمه خبره دا ده چې د خویندو لپاره ځانګړي پروګرامونه لرو او د هغوی لپاره شل مدرسې او دارالعلومونه لرو.″

د پوهنې وزارت په هیواد کې د اسلامي او دیني زده کړو لپاره د خپلو هڅو د ډیرو خبره داسې وخت کوي، چې تر دې پخوا افغان ځوانان د اسلامي زده کړو د کولو لپاره بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته تلل، چې هلته ورته د اسلامي زده کړو په څنګ کې د ترهګریزو فعالیتونو روزنه هم ورکول کېدله.

د راپورنو له مخې په تیرو څو کلونو کې هغه ځوانان چې ورته د ترهګریزو فعالیتونو زد کړې ورکول کېدې بیرته افغانستان ته د حملو او جنګونو لپاره را لیږل سوي دي.

معصوم میوند- کابل