یوې سپورټي موسسې په لغمان ولایت کې د کرکټ یوسل او پنځوس لوبغاړي وروزل

د لوبې په نوم سپورټي موسسې په لغمان ولایت کې د کرکټ یو سل او پنځوسو لوبغاړو ته روزنه ورکړه.

په دغې شپږ ورځنۍ روزنیزه دوره کې د کرکټ مینه والو ته د بیټینګ، بالنګ او فیلډینګ په برخه کې روزنه ورکړل شوه او د کرکټ ځینې نور مهارتونه هم وروښودل شول.

د لوبې په نوم سپورټي موسسې له دې وړاندې په ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او د راپورونو له مخې تراوسه یې ولس سوه ځوانان په دې برخه کې روزلي دي.