رسموسن: د افغانانو پروړاندې د نړېوالو ځواکونو له احتیاطه کار اخیستل د ستاینې وړ دی

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ رسموسن په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا د قرانکریم د نسخو د سوزولو پر سر د راپورته شوې لانجې په ارتباط د نړیوالو ځواکونو د ډېر احتیاط او دقت نه کار اخیستل د ستایني وړ وبلل.

په افغانستان کې د ناټو په یوې پوځې هډې کې د قران مجید د نسخو د سوزولو پر سر د راپورته شویو جنجالونو او ناخوالو سربیره بیا هم باید ناټو په دې هیواد کې د ثبات راوستلو ته پاملرنه جاري وساتي.

دا خبره د ناټو تړون مشر پرون په متحد ایالاتو کې وکړه. رسموسن چې د ناټو په یوه سیمنار کې په واشنګتن کې خبری کولې وویل، سره له دې خواشینونکي پیښې او هغو ننګونو یا چلنچونو چې موږ ورسره مخامخ یو باید د خپل هدف لوری پرینږدو او باید خپلې ګډې هڅې په دې برخه کې جاري وساتو.

په افغانستان کې د قران مجید د نسخو د سوزولو پر مسالې د اعتراضونو په ترڅ کې شاوخوا څلویښت تنه ووژل شول.