په کندهار کې یو کس د نامعلومه وسله والو له خوا وژل شوی دی

د کندهار څځه په راغلو راپورونو کې ویل شوی، چې تیره شپه یو کس چې تر اوسه یې په اړه کره معلومات نه دي موجود د نا معلومو وسله والو له خوا وژل شوی.

د کندهار امنیه قوماندان عبدالرازق وایي، چې دغه کس د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کې له یو دوکان سره نږدې وژل شوي، چې د قضیې په تور یې دا دوکاندار هم نیولی دی.

خو یوه بله سرچینه چې د نوم له ښودلو ډډه کوي وایي، وژل شوی کس په ژیړۍ ولسوالۍ کې د ښوونځي څوکیدار و.

د ځینو معلوماتو له مخې په تیرو شپږو کلونو کې په کندهار کې له دوو زرو زیات کسان ترور شوي، چې اکثره یې قومي مشران او مخور وو.