فرانسه: د سوریې د خلکو له خوا د بشارالاسد د محاکمه کېدلو ورځ رانږدې ده

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هغه ورځ رانژدې کیږي چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد د خپل رژيم له پوځي او ملکي چارواکو سره د سوریې د خلکو پرضد د ترسره کړیو جنایتونو له امله محکمې ته راکاږل شي.

پرون د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا ته په جینوا کې الین ژوپې وویل، اسد به په دې ډلې کې تر ټولو مخکې د عدالت میز ته کیني.

الین ژوپې د ملګرو ملتو د امنیت شورا پر کمزوري انتقاد وکړ. په امنیت شورا کې د عربي ټولنې د سولې پلان روسیې او چین ونه مانه.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا دغه پلان یوازینۍ طرحه وه چې د سوریې د شخړو د هواري لپاره وړاندې شوې وه.

ټاکل شوې ده، چې نن د ملګرو ملتو اووه څلویښت غړي هیوادونه په جینوا کې د سوریې په اړه یوه بیړنۍ غونډه وکړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون پر سوریې د دې لپاره نوې بندیزونه ولګول؛ چې په دې هیواد کې د بشار الاسد د رژیم له لورې، له څه باندې یوه کال راهیسې د ملکیانو او د اپوزسیون د ډلو ځپل پای ته ورسیږي.