د اروپايي ټولنې غړي پر بیلاروس د نویو بندیزونو پر لګولو سلا شول

د اروپایي ټولنې جګپوړیو چارواکو د دوشنبې په ورځ موافقه وکړه، چې پر بیلاروس نوي بندیزونه ولګوي.

دا بندیزونه د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا له لورې د هغه د سیاسي مخالفانو د ځپلو لپاره لګول شوې دي.

د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون موافقه وکړه؛ چې دا بندیزونه ولګوي. تمه ده، چې دا بندیزونه سر له ننه عملي شي.

د دغو نویو بندیزونو هدف یو ویشت کسان دي، نولس یې قاضیان دي او دوه هم د پولیسو افسران دي، چې د سیاسي فعالانو په نیولو او بندي کولو کې یې لاس سره یو دی.