روسیي د ولادیمیر پوتین د قتل د توطیي پرده پورته کړه

د روسیې دولتي تلویزیون راپور ورکوي، چې روسیي او اوکرایني استخباراتي مامورینو له داسې یوې توطیې پرده پورته کړې چې د مارچ د څلورمې تر انتخاباتو وروسته د صدراعظم ولادیمیر پوتین د قتل لپاره جوړه شوې وه.

دې تلویزیوني چینل د یوې ډلې نیول شوېو کسانو تصویرونه ښکاره کړي دي، چې ویل کیږي په دې توطیې کې ورباندې د لاس لرلو شک دی.

د روسیې دولتي تلویزیون وايي، چې دې کسانو ته د چینجنیایې مخالف وسله وال داکو عمروف له خوا امر شوی چې پوتین ووژني.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې دې مشکوکو کسانو پلان درلود چې راتلونکې اونۍ تر انتخاباتو وروسته پوتین ووژني.

راپور زیاتوي داسې ویل کیږي، چې مشکوک حمله کونکي په اوکراین کې نیول شوی دی.

ویل کیږي، چې درې تنه توطیه کونکې له عربي متحده اماراتو او همدا شان له ترکیې څخه اوکراین ته ورغلی وو.

راپور همدا شان وايي، چې یو مشکوک کس د جنوري د میاشتې په چاودنې کې وژل شوې دی.

د پوتین د مطبوعاتي دفتر مشر دیمتري پسکوف د ایترتاس خبري اژانس دا راپور تایید کړی، خو په دې اړه یې څرګندونې نه دې کړي.