د تایلند پولیس وايي، دوې په بنکاک کې د اسراییلي ديپلوماټانو د وژلو په توطیې کې د لاس لرلو په ارتباط له درې نورو مشکوکو ایرانیانو څخه تحقیقات پیل کړي دي.
د پولیسو یوه ویاند نن وویل، څیړونکې داسې معلومات تر لاسه کړي چې امکان لري دې درې تنو په بنکاک کې د دوه اونې مخکې چاودنو کې لاس درلود.
هغه ویلي، دا دوه تنه نارنیه او یوه ایراني ښځه چې پرون په بنکاک کې نیول شوي تر اوسه رسما نه دې تورن شوي.
تر دې دمخه درې نور ایرانیان د همدې پیښې په تړاو نیول شوې وو او یو بل مشکوک کس د روان میلادي کال په پیل کې په مالیزیا کې نیول شوې وو.
اسراییل وايي، چې ایران د بنکاک په چاودنو کې لاس لري او دوه اونۍ مخکې یې په هند او ګرجستان کې د اسراییل دیپلوماتان په نښه کړې وو، خو تهران دا تورونه ردوي.