ولسمشر کرزی وایي، هغه بهرني عسکر باید مجازات شي، چې د بګرام په پوځي اډه کې یې قرآنکریم ته بې حرمتي کړې.
جمهور رییس کرزي نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې په دې اړه د امریکا ولسمشربارک اوباما هم ده ته په یوه لیک کې خفګان څرګند کړی.
ولسمشر کرزي د امریکایي سرتیرو له خوا د قرآنکریم د سوځولو په اعتراض د افغانانو احساسات د قدر وړ وبلل خو ویې ویل؛ چې باید آرامي خپله کړي او له هغو اقداماتوڅخه مخنیوی وکړي، چې دولتي اوشخصي ملکیتونوته زیان رسوي.
جمهور کرزي وویل، چې د دې مسالې په اړه له امریکایي لوري سره جدي خبرې روانې دي، ترڅو په دې اړه بشپړې څیړنې او لازم اقدامات وشي.