ولسمشر کرزی: په بګرام کې د قران پاک سوځوونکي به مجازات شي

ولسمشرکرزی وایي، هغه بهرني عسکر باید مجازات شي، چې د بګرام په پوځي اډه کې یې قرآنکریم ته بې حرمتي کړې.

جمهور رییس کرزي نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې په دې اړه د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم ده ته په یوه لیک کې خفګان څرګند کړی.

ولسمشرکرزي د امریکایي سرتیرو له خوا د قرآنکریم د سوځولو په اعتراض د افغانانو احساسات د قدر وړ وبلل خو ویې ویل؛ چې باید آرامي خپله کړي او له هغو اقداماتوڅخه مخنیوی وکړي چې دولتي اوشخصي ملکیتونوته زیان رسوي.

جمهور کرزي وویل، چې د دې مسالې په اړه له امریکایي لوري سره جدي خبرې روانې دي، ترڅو په دې اړه بشپړې څیړنې او لازم اقدامات وشي.