پاکستان: په وزیرستان کې یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځېدلې ده

د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې دولتي مقاماتو د یوې مشکوکې بې پيلوټې الوتکې د نسکورلو خبر تائيد کړ.

په سیمه کې یوه دولتي مقام، چې نه يې غوښتل نوم اوغږ يې خپور شي رسنیو ته وویل، چې دا الوتکه تیره شپه ناوخته ولوېده.

یوه ځايي استخباراتي مسوول وویل، بې پيلوټه الوتکې د شمالي وزیرستان د دویم لوی ښار میرعلي په مچي خیلو نومي سیمه کې غورځيدلې ده.

مچي خیل د میرعلي بازار ته نژدې سیمه ده، خو سرچینه زیاتوي، چې الوتکه په یوه میداني سیمه کې غورځيدلې او د سیمې خلکو ته يې هیڅ زیان نه دی رسولی.

دغه مقام، چې نه یې غوښتل نوم يې واخیستل شي وویل، له لومړنیو شواهدو ښکاري چې دا الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځيدلې.